پر ليبيا باندي دناټو يرغل د نړيوالو چپتيا او ګيلې !
انجنير سيد عبالقادر انجنير سيد عبالقادر

 

                                                                                                          ۲۷ ــ ۳ ــ ۲۰۱۱

نن دليبيا  ولس اورو کي سوزي                دوي دغربي نړي لمبو کي سوزي  

يرغل پر دوي نن غليمانو کړي                مور ماشوم يي په کورو کي سوزي  

راځي لاسونه يو تر بله ورکړو                که نه هر يو په چل چمو کي سوزي

 

 

دعربي نړي  پاڅونونو دامريکا او د غربي نړي استعماري  حاکميتونه دغافلګيري ديوه خطر ناک  حالت سره مخا مخ کړل ، دا ځکه چی د نړيوالي دوهمي جګړي نه لږ څه مخکي  او په ځانګړي توګه دجګړي  په درشل کي دجنګ ټولو خواوو  دتيلو او ګازو  دزيرمو اهميت درک کړي  او هغو ته ژر تر ژره د لاس رسي له پاره په فکر کي سول  ۰ ځکه نو تر جګړي وروسته دامريکا او انګليس مشرانو ( روز ويلټ او چرچل ) خپل تر منځ دايران او عربي نړي دهيوادونو دتيلو او ګازو  دزيرمو دويش په هکله خپل تر منځ خبري پيل او ګډي مفاهمي ته يي ځانونه ورسول ۰او دا هغه وخت دي چی په امريکا کي دتيلو دکمښت له امله دتيلو دپلورلو ټانکونو ته دخلګو لوي  لوي قطارونه ولاړ وه ، ځکه نو روز ويلټ ژر سعودي عربستان ته دخپلو ستونځو دحلولو له پاره سفر وکړ ۰  نو دهغه وخت څخه راپه دې خواه امپريالستي ځواکونو دعربي نړي دهيوادونو دتيلو او ګازو و  زيرمو ته دلاس رسي له پاره  دمختليفو تاکتيکونو څخه کار اخستي او  ددې هيوادونو دحاکميتونو په منځ کي ظاهرأ  د  پخواني شوروي اتحاد د نفوذ  دمخنيوي او دشوروي تر پاشولو  وروسته دا ځل  بيا استعماري  حاکميتونو دتروريزم پر ضد دمبارزي او ډموکراسي دحاکميت تر نامه لاندي خپل پوځي اشغالي يرغلونه شروع کړل ،  چی د۲۱ تمي پيړي په لومړي لسيزه کي يي  لومړي پر افغانستان بيا پر عراق اودادي اوس نيژدي ديوي اوني راهيسي يعني د مارچ پر( ۱۹ )  نيټه باندي دليبيا پر مستقل هيواد باندي دنړيوالو ټولو قبول سوو قوانينو څخه په ښکاره سر لغړونه  دامريکا تر رهبري لاندي دناټو زبر ځواک دهم دې نا پاکو مخو له پاره  خپل ړانده او بشر وژونکي بمباردونه پيل کړل ۰په دا سي حال کي چی دامنيت شورا دمارچ پر اولسمه نيټه دپينځو دايمي او لسو لنډ مهاله غړو په شتون کي دليبيا ددولت په وړاندي يو پريکړه ليک د درو دايمي غړو او( ۷ ) لنډ مهاله  غړو په هم نظري باندي تصويب کړ ، ولي ( روسيي ، چين ، المان ، هندوستان ، برازيل ) ممتنيع رايه ورکړل ۰ او دد ې پريکړه ليک اصلي هدف دليبيا ددولت پر هوايي ځواک باندي دهوايي حريم بندول دې چی هغوي ونه کړايسي چی ددولت پر مخالفينو باندي دهوايي ځواک څخه استفاده وکړي ۰ نه داچی دامريکا تر رهبري لاندي ناټويي ځواک دليبيا پر مستقل هيواد باندي يرغل وکړي ، او د ليبيا ددولت دچپه کيدو تلاښونه د ي شروع کړي ۰ چی نيژ دي دري ورځي مخکي اوباما په يوه مصاحبه کي په ښکاره ډول وويل چی دليبيا په وړاندي دامريکا سياست دقذافي درژیم   نسکورول دي ۰ چی ودې مخي ته درسيدو  له پاره په يوه اوني کي  تر ۳۰۰ څخه ډير  جنګي پروازونه او نيژدي ۱۷۰ درنې توغوندي  دليبيا پر مستقل هيواد باندي تو غه ولي دي ۰ چی د روسيي د جمعي رسنيو په حواله دهر جنګي پرواز قيمت دوه ميليونه ډالره او دهر ي توغوندي قيمت يونيم ميليون ډالره ويل سوي دي ، او ويل کيږي چی دامريکا له پاره دا جنګ ډير  پر مصرفه  جنګ بلل سوي دي ، ځکه نو امريکا غواړي چی دا جنګ دناټو پر اوږو باندي واچوي ۰

او داسي معلوميږي چی امريکا داقتصادي سخت بحران له کبله نه سي کولاي چی دانوي په خپل لاس جوړکړي جنګ په يوازي او ياد فرانسي او انګليستان سره په ګډه  مخ ته بوزي ۰ ځکه لومړي دوي ویلي وه چی د۴۸ ساعتونو په موده  کي به دهوايي ځواک او کرونز راکټونو په زور به  دليبيا دولت  نسکوره  او يا تسليمي ته مجبوره کړي ۰ ولي ددوي دا وړاند وينه غلطه  راووتله ، ځکه نو اوس دامريکا تر رهبري لاندي دناټو ځواک و مځکنيو عملياتو ته ځانونه  چمتو کوي ۰ او د روسيی درسنيو له مخي که په هوايي ځواک اود راکټونوپه اورولو باندي د قذافي دولت چپه نه کړ ، نو شايد داپريل په وروستنيو يا دمي په لومړيو کي مځکني عمليات هم پيل کړي ۰ ځکه نو دروسيي صدراعظم ( ولاديمير پوتين ) ددوشنبه په ورځ دمارچ پر ۲۱ تمه نيټه  ديوي فابريکي دکارګرانو په منځ کي دنورو خبرو وڅنګ ته دليبيا داوسني کړکيچ په هکله يي  داسي وويل :

سياست امريکا مداخله در منا زعات در کشور های ديګر به تمايل پايدار مبدل ميګردند ، نه وجدان وجود دارد ونه منطق ۰ او هم داسي مخ ته ولاړي  :  در دوران زمامداری بيل کلينتون بيلګراد ودر زمامداري بوش افغانستان وعراق را بمباردمان نمود ند ۰ وحالا نوبت ليبيا به بهانه دفاع از  مردم  ملکي رسيده است منطق ووجدان کجا است ؟ هيچکدام انها وجود ندارد ۰

او هم دارنګه دبوليوي جمهور رئيس ( اوو مور الس ) په ليبيا کي  دامريکا تر رهبري لاندي جنګي عمليات انتقاد کړل ، او سخته نا خوښي يي ښکاره کړ ل او وويل :  چی  دصلح دنوبل  دجايزي وړونکي د يو تجاوز کاره ګروپ مشري پر غاړه لري ۰ او ددې وڅنګ ته دروسيي دډموکرات ليبرال ګوند مشر ( ولاديمير ژيرينو فسکي )  دنوبل دجايزي کميټي ته وړانديز کړي دي ۰ چی اوباما دنوبل دجايزي څخه محرومه کړي ۰دامريکا او ناټويي يرغل دليبيا پر مستقل هيواد باندي افريقايي اتحاديه ،  چين ، هند ، وينزويلا ،  او دنړي يو ډير شمير هيوادونه يي سخت متاثره کړي دي ۰ هغه داچی په دې يرغل کي دالعربيه دويب پاڼي په حواله دليبيا دهيواددډيرو پوځي تا سيساتو تر څنګ مسکوني سيمي هم تر بمبارد لاندي راغلي دي ۰ او بايد ووايو چی  دافغانستان او عراق په څير دامريکا ددې دوحشت څخه ډک تيري په پايله کي چی کومي بشري وژني او مسکوني خرابي رامنځ ته کيږي رپوټونه به يي دميدياوو مخ ته  ډير ناوخته  راووزي ۰ داځکه چی دامريکا او ناټو ديرغلونو په پيله کي چی کوم بشري او اقتصادي جنايات را منځ ته کيږي ، هغه بايد تر ډيره وخته پټ وساتل سي ،  چی دولسونو دمقاومتونو څخه بايد ځانونه ليري وساتي ۰ دپورتنيو عيني واقعيتونو په نظر کي نيولو سره دصلح دجايزي وړونکي ( اوباما ) په ډيره سپين سترګي پر ليبيا باندي ديرغل په اړوند دملکي خلګو ددفاع تر نامه لاندي په داسي وخت کي لاندني څرګندوني کړي دي چی دشنبي په ورځ دمارچ پر ۲۶ تمه نيټه د لندن په ښار کښي په سلګونو زره دصنفي اتحاديو خلګو د کامرون دائتلافي دولت داقتصادي سياست پر ضد داسي يوه مظاهره وکړل چی دځينو رسنيو په حواله په تيرو شلو کالو کښي يي ساري نه دي ليدل سوي او ددې مظاهري په ددرشل  کي د ( ايرين   )  ټلويزوني شبکي په حواله ۸۴ کسه ژوبل سوي لو ۲۱۴ کسه د پوليسو له خواه څخه نيول سوي ، او د ايرينا نوستي ويب پاڼي په حواله څلو ر کسه پوليس هم ژوبل سوي دي ۰

 رییس‌جمهوری آمریکا در سخنرانی هفتگی خود در واشنگتن، در بارۀ عملیات نیروهای ائتلاف بین‌المللی در لیبی گفت: "اشتباه نکنید! واکنش سریع ما در لیبی، از بروز یک فاجعۀ انسانی جلوگیری کرد و جان بسیاری از مردان و زنان و کودکان این کشور را نجات داد".
باراک اوباما توضیح داد که دخالت در لیبی "مسئولیت ماست و هر شهروند آمریکایی باید به خاطر جان‌هایی که نجات دادیم، احساس غرور کند".

اوباما بر محدودیت عملیات در لیبی تأکید کرد و گفت: "مأموریت ما روشن است و هدف مشخص دارد". وی با یادآوری این نکته که ممنوعیت پرواز بر فراز لیبی، تصمیم شورای امنیت است، افزود: "ما در این مأموریت به سوی موفقیت پیش می‌رویم. ما تمامی دفاع ضدهوایی رژیم لیبی را نابود کرده‌ایم و نیروهای قذافی دیگر قادر به پیشروی نیستند... در بعضی مناطق، مثل شهر ۷۰۰ هزار نفری بن‌غازی، نیروهای قذافی به عقب رانده شدند".

نتيجه : داسي معلوميږي چی دعربي نړي دپاڅونو په وړاندي د  امريکا او غربي نړي له پاره دوي لاري مخ ته پرتي وي ۰ لومړي دا چی دا  پاڅونونه بايد  ددولتي حاکميتونو له خواه په چل او چم او يا دقووي په زورد ناکامي سره مخامخ   کړي  ، او که دا کار نا شوني سي ،  نو دوهمه لار داده  چی ،   ددي پا څونونو په رهبري کي بايد لاره پيدا او نفوذ وکړي ۰او کوښښ کوي که په عربي نړي کي يو هيواد دلاسه ورکوي بل نو ي هيواد باید لاس ته راوړي ۰  که څه هم د ځينو پاڅونو ګډون والو دا مريکا دا هلي ځلی دپخواه څخه لا  درک کړي او وخپلو انقلابي مخو ته درسيدو له پاره پر مخ تللي  او   ځی ۰ ولي ځيني پاڅونونه بيا دامريکا او غربي نړي دغير مستقيمو مقاومتونو سره مخامخ سوي دي ،  چی په ځانګړي توګه ويلايسو ،  لکه دبحرين ، يمن ،  دا خکه چی ددې هيوادونو  حاکميتونه دامريکا تر حمايی لاندي د پاڅونونو په وړاندي سخت  مقاومت کړي او کوي يي  ۰ ولي دليبيا دخلګو پاڅون بيا دنورو عربي نړي  د پا څونونودلارو څخه جلا بله لاره غوره کړل ،هغه داچی   نيژدي  دلومړيو ورځوپه درشل کي دپردو تر تاثير لاندي راغلل ، آرامه لاره يي پريښوول او دقهر څخه يي ډکه لاره غوره کړل ۰ او  ډير ژر يي  پر پوځي تاسيساتو حملي شروع کړي ، چی  د  څلورو  ښارونو په نيولو سره  يي  سم دلاسه ملي   انتقالي شورا اعلان کړل چی د  فرانسي  له خواه څخه  هم  ډير  ژر په رسميت وپيژندل سوله  ۰او ددی وڅنګ ته  تر يرغل دري ورځي مخکي دليبيا ددولت دمخالفينو يعني  دملي دانتقالي شورا  دمشر تابه سره دهيري کليتن وروستني ملاقات هر څه په ډاګه کړل ۰  او په ښکاره ډول يی ليبيا  و يوه داخلي جنګ ته نيژدي کړل ۰ او بل داچی  ددې ملي  انتقالی شورا  رهبري دامريکا او غربي نړي څخه دنظامي کومک غوښتنه هم  وکړل ۰ چی په پايله کي يي ويلايسو چی  دقذافي مخکني ادعا چی ويل به يي چی ددولت مخالفين دپردو سره په اړوند کي دي ، دده ادعا ښکاره ثابته او ټولو نړيوالو ته په ډاګه سول ۰او داسي معلوميږي چی  امريکا پر ليبيا باندي دير غل په پايله کي غواړي ، که وکړايسي چی دليبيا  دولت چپه کړي ،نو  دپاڅون په رهبري کي خپل اړوند کسان په نوي حاکميت کي را میدان ته کړي او بيا به نودليبيا  دتيلو او ګازو نوي  ويش دنوي ګوډاګي حاکميت تر سيوري لاندي دخپلي خوښي سره سم دعراق په څير  شروع کړي ۰ چی دا نو د۲۱ تمي پيړي دډموکراسي او بشر وژني دمخنيوي تر نامه لاندي دوحشت څخه ډک نوي استعماري پړاو دي ۰ چی مخکني ښکاره مثالونه يي افغانستان او عراق دي ، چی دامريکا او غربي نړي دوحشتناکه يرغل په پايله کي په عراق کي  تر يو ميليون ډير او په افغانستان کي هم په لس هاوو زره بي ګناه انسانان ددوي دامپريالستي مخو قرباني سوي دي ۰ او د ليبيا داوسني کړکيچ او پر امريکا او ناټو باندي دنړيوالو  دجدي ګوتي نيوني څخه داسي معلوميږي چی نړي ديو بل نړيوال جنګ وخواه ته ور پوري نه وهي ۰ ځکه نو نړيوال  بايد ژر تر ژر ه د ډيپلوما تيکي  لارو  څخه په ګټه اخستني سره  ددغسي ير غلونو مخه ونيسي ۰ او په راتلونکو وختونو کي بايد و  امريکا ، ناټو  او يا بل هيواد وحاکميت ته لاره ورنه کړل سي ، چی دبل هيواد دولس برخه ليک دوي په خپل لاس دخپلو ګټو سره سم وټاکي دا ځکه چی دهري ټولني ولس خپل حق دي ، چی دخپل برخه ليک په هکله خپله  تصميم ونيسي ۰ ګر چی اوباما د مصر دالا اظهر په پوهنتون کښی  دخپلي وينا په يوه برخه کي ويلي وه چی هيڅ يو حاکميت حق نه لري ، چی پر بل ملت باندي حاکميت تحميل کړي ۰او  دادي په اوس مهال کي  اوباما  دخپلي وينا څخه په ښکاره سر لغړونه عملا دليبيا پر ولس باندي هم داسي  حاکميت  تحميلوي ۰

۰ تمت باالخير

اخځ : فارسي رو ويب پاڼه  ۰

     : ايرينا نوستي ويب پاڼه  ۰ 

 


March 28th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی